په مسکو کې د افغانستان سفیر مولوي ګل حسن حسن د قزاقستان له سفیر داورېن ابایف سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې پر سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو خبرې کړې دي.
په مسکو کې د افغانستان سفارت خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې په افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو هم بحث شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوريو د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو پر دوام او لا پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

