ډېر لوستل شوي

هند او روسیې د افغانستان او پاکستان په اړه د امنیتي میکانیزم اوومه غونډه کړې

د هند او روسیې ترمنځ د افغانستان او پاکستان په اړه د ځانګړي امنیتي میکانیزم اوومه غونډه د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې جوړه شوې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندهیر جیسوال ویلي چې په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو لوړپوړو امنیتي چارواکو د سیمه‌ییزو تحولاتو او پر نړیوال امنیت د هغو د اغېزو په اړه بحث او د نظرونو تبادله کړې ده.

جیسوال زياته کړې، غونډه د هند د ملي امنیت شورا د سلاکار مرستیال پاون کپور او د روسیې د امنیت شورا د منشي مرستیال الکساندر وندیکتوف په ګډه مشرۍ ترسره شوې ده.

د نوموړي په وينا چې دواړو لوريو د ګډو ګټو اړوند موضوعات او پر نړیوال امنیت د هغو اغېزې په هر اړخیز ډول څېړلې دي.

اړوند خبرونه