د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د شپږاړخیزو نړیوالو سیالیو په خپله لومړۍ لوبه کې د جاپان له ملي لوبډلې سره له ګولونو پرته مساوي پای ته ورسوله.
دا لوبه په کوربه هېواد برازیل کې ترسره شوې چې صفر پر صفر پای ته ورسېده.
په دغو سیالیو کې د افغانستان، اندونیزیا، پیرو، جاپان، کېپورډ او برازیل ملي لوبډلې ګډون لري. ټاکل شوې چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په خپله دویمه لوبه کې د پیرو له ملي لوبډلې سره مخ شي.

