ډېر لوستل شوي

د امریکا په اورېګن ایالت کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي

د راپورونو له مخې، د امریکا د اورېګن ایالت په بېنډ ښار کې د سیلور رېل په نوم په یوه لومړني ښوونځي کې د ډزو په پېښه کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي دي.

امریکايي چارواکو ویلي، یوه وسله‌وال کس د پنجشنبې په ورځ په یاد ښوونځي کې ډزې وکړې او لږه شېبه وروسته خپله بریدګر هم ووژل شو.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، په دې پېښه کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي دي. تر دې مخکې، سي‌اېن‌اېن او سي‌بي‌اېس نیوز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې په پېښه کې درې ماشومان او یو سړی وژل شوي دي.

چارواکو همداراز ویلي، لږ تر لږه دوه کسان د امبولانس په وسیله روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوی د روغتیايي وضعیت په اړه لا کره مالومات نه دي خپاره شوي.

اړوند خبرونه