ډېر لوستل شوي

د روسیې لومړي وزیر مرستیال به ډېر ژر افغانستان ته سفر وکړي

د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک په مشرۍ به د دغه هېواد یو لوړپوړی پلاوی ډېر ژر افغانستان ته سفر وکړي.
کابلوف د جمعې په ورځ د سیمه‌ییز امنیت په اړه د ګډې غونډې په څنډه کې ویلي چې د دغه سفر موخه د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا او له افغان چارواکو سره خبرې اترې دي.
نوموړي زیاته کړې چې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه به د روسیې د فدراسیون یو لوی پلاوی د لومړي وزیر د مرستیال الکسي اورچوک په مشرۍ افغانستان ته ولاړ شي.
د راپور له مخې، تر اوسه افغانستان ته د دغه پلاوي د سفر کره نېټه په رسمي ډول نه ده اعلان شوې.
دا په داسې مهال ده چې تېره اوونۍ هم د ياد هېواد د بهرنيو استخباراتو رييس کابل ته راغلی و او له ګڼو لوړ پوړو افغان چارواکو سره يې ليدنې او ناستې کړې.

اړوند خبرونه