ډېر لوستل شوي

د سپینې ماڼۍ نوې ویانده د دندې له پیل څو ورځې وروسته لرې شوې

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ نوې ویانده کیټي زکریا د دندې له پیل یوازې څو ورځې وروسته له خپلې دندې لرې شوې ده.

په راپور کې ویل شوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ زکریا ته د کاري فشارونو او عامه نیوکو له امله سپارښتنه کړې وه، څو د خپلې دندې د دوام په اړه بیا غور وکړي.

زکریا د دوشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ د ویاندې په توګه کار پیل کړی و او د سې‌شنبې په ورځ یې خپله لومړنۍ خبري غونډه ترسره کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ تر دې وړاندې نوموړې حقوقي وکیله بللې وه، خو زکریا د پنجشنبې په ورځ له فاکس‌نیوز سره په مرکه کې ومنله چې د وکالت په ازموینه کې هم بریالۍ شوې نه وه.

اړوند خبرونه