د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی چې په هلمند ولایت کې د ۳۵۰ بستریز مجهز روغتون د جوړولو پروژه منظور شوې ده.
ياد معاونیت وايي، دا پروژه د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په وروستۍ غونډه کې منظوره شوې ده.
د معلوماتو پر بنسټ، دغه روغتون به پر ۵۰ جریبه ځمکه د شاوخوا ۵۰۰ میلیون افغانیو په لګښت جوړ شي او د جوړولو چارې به یې په درېیو کلونو کې بشپړې شي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت زیاته کړې چې د دې روغتون د جوړولو ټول لګښت به د اسلامي امارت له بوديجې ورکړل شي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د هلمند اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او د درملنې د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې یو مهم روغتیايي مرکز جوړ شي.

