ډېر لوستل شوي

پغمان کې ۱۲۲ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوې 

عدلیې وزارت خبر ورکړی چې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې کابو ۱۲۲ جریبه ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعي حکم پر اساس امارتي تثبیت شوې ده.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا ځمکه د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ د «کوزې ارغندۍ» په سیمه کې موقعیت لري چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او غصب‌شویو ځمکو استرداد کمېسیون له دې وړاندې د هغې موضوع بررسي او هغه یې امارتي تثبیت کړې وه.

عدليې وزارت لیکلي چې یادې اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفاترو له دقیقې بررسۍ او اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته پرېکړه کړې چې دا ۱۲۱ جریبه (۱۹ بسوې) ځمکه امارتي ملکیت دی.

اړوند خبرونه