د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي د پکتیا ولایت په «ډنډپټان» ولسوالۍ کې د ۳۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبره اېښې ده.
روغتیا وزارت لیکلي چې په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د پکتیا مرستیال والي، د عامې روغتیا وزارت يو شمېر مرکزي رییسانو، قومي مشرانو او مخورو ګډون کړی و.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې ۳۰ بستریز روغتون کې به عمومي داخله، جراحي، نسایي ولادي او ماشومانو داخله څانګې شاملې وي، او د يادې ولسوالۍ اوسېدونکو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
ښاغلي جلالي د دې مراسمو پرمهال ویلي چې د دې روغتون په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو روغتیايي ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

