په کوېټ کې د افغانستان د سفارت سرپرست مولوي محمد شفیق خطیب په دې هېواد کې له یو شمېر مېشتو افغان دیني علماوو، قومي مشرانو او شخصیتونو سره کتلي دي.
ياد سفارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په دې کتنه کې د افغانستان پر اقتصادي وضعیت، وروستیو تحولاتو، د افغانانو ترمنځ د یووالي پر پیاوړتیا، د ګډو همکاریو پر پراختیا او د افغان وګړو د کونسلي ستونزو پر حللارو خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، مولوي محمد شفیق خطیب ډاډ ورکړی چې سفارت به په کوېټ کې مېشتو افغانانو ته د غوره کونسلي خدمتونو وړاندې کولو لپاره هڅې وکړي.
په دې لیدنه کې د افغانانو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او د هغوی د ستونزو د حل په موخه د همکاریو پر اهمیت هم ټینګار شوی دی.

