ډېر لوستل شوي

یوه ورځ کې ۹۵۵ افغان کډوال هېواد ته بېرته راستانه شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور ورکړی چې په تېره يوه ورځ کې د تورخم، سپین‌بولدک، ورېښمو پل او اسلام‌کلا له لارو ټولټال ۱۹۵ کورنۍ چې ۹۵۵ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د یاد کمېسیون د راپور له مخې، په همدې ورځ له نیمروز څخه د ورېښمو پل له لارې ۱۱۰۲ نور مسافر هم هېواد ته راستانه شوي دي.

راپور زیاتوي چې په تورخم، سپین‌بولدک او کابل کې ۲۱ کورنۍ چې ۱۰۴ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ټرانسپورټ لګښت یې هم ورکړل شوی دی.

د معلوماتو له مخې، په همدې ورځ له ۲۷ راستنېدونکو کورنیو سره ټولټال ۲۲۴ زره افغانۍ مالي مرسته شوې او ۴۹ سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وایي، راستنېدونکو کډوالو ته خوراکي او روغتیايي خدمتونه هم وړاندې شوي چې په ترڅ کې یې سلګونه ناروغان تداوي شوي او زرګونه خوراکه ډوډۍ وېشل شوې ده.

د یادونې وړ ده چې راستنېدونکو کډوالو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې او نورو اړوندو خدمتونو په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شوی دی.

اړوند خبرونه