ډېر لوستل شوي

امریکا کې د فوټبال میدان ته د موټر ننوتلو له امله دوه کسان وژل شوي

د امریکا د کانزاس ایالت په ویچیتا ښار کې د فوټبال لوبې پر مهال میدان ته د یوه موټر ننوتلو له امله د یوه ماشوم په ګډون دوه کسان وژل شوي او څو نور ټپیان دي.

د ویچیتا پولیسو ویلي، پېښه د شنبې په ورځ شاوخوا ۳:۲۵ د «Stryker Sports Complex» په ورزشي کمپلکس کې رامنځته شوې او ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د پولیسو په وینا، موټر چلوونکی نیول شوی او د پېښې پر مهال دوه کم‌عمره کسان هم په موټر کې وو.

چارواکو تر اوسه د وژل شویو او موټر چلوونکي هویت نه دی څرګند کړی او د پېښې د څرنګوالي او احتمالي انګېزې په اړه یې څېړنې روانې دي.

اړوند خبرونه