د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر ملا فاضل مظلوم د جوزجان ولایت له نوي امنیه قوماندان مولوي عبدالکریم نافذ سره د نوموړي په کاري دفتر کې لیدلي دي.
د جوزجان امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې ملا فاضل مظلوم د جوزجان د نوي امنیه قوماندان د ټاکل کېدو له امله هغه ته مبارکي ویلې او د خلکو د لا ښه خدمت په برخه کې یې ورته د بریا هیله وکړه.
سرچینه زیاتوي، چې د جوزجان امنیه قوماندان مولوي عبدالکریم نافذ د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر له لیدنې او مبارکۍ څخه مننه کړې او د امنیت ټینګښت، د عامه نظم ساتنې او د خلکو د ستونزو د حل په برخه کې یې د خپلو ورسپارل شویو مسوولیتونو پر ترسره کولو ټینګار کړی دی.

