ډېر لوستل شوي

کلکته کې د هندوانو مذهبي مراسمو پر مهال ۱۷ کسان مړه شوي

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د هند په ختیځ ښار کلکته کې د هندوانو د «درګا پوجا» مذهبي مراسمو پر مهال د ګڼې ګوڼې له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، دغه پېښه د شنبې په ورځ د سخت ورښت پر مهال د مراسمو د وتلو دروازې ته نږدې رامنځته شوې چې ګډونوالو په یوه وخت کې د وتلو هڅه کوله او ګڼ کسان تر پښو لاندې شول.

د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي دفتر د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې او د هر مړه شوي کس له کورنۍ سره یې د ۲۰۰ زره او له هر ټپي سره د ۵۰ زره هندي کلدارو مرستې اعلان کړې دي.

د راپورونو له مخې، شاوخوا ۳۵ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.

اړوند خبرونه