د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به نن د افغانستان، بنګلهدېش او زېمبابوې ترمنځ د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د درې اړخیزې لوبلړۍ په لړ کې خپله لومړۍ لوبه د زېمبابوې پر وړاندې ترسره کړي.
د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، دغه لوبه به د افغانستان پر وخت د مازدیګر په ۴ بجو د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې د زاید کرېکټ په لوبغالي کې پیل شي.
یاده لوبلړۍ د زېمبابوې او بنګلهدېش ترمنځ د لوبې په ترسره کېدو پیل شوې چې زېمبابوې پکې بنګلهدېش ته د ۹۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

