ډېر لوستل شوي

د شمالي کوريا د مشر «پټ» تفريحي ځای ليدل شوی

د سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې د شمالي کوریا د مشر «کیم جونګ اون» یوه ۸۰ متره اوږده لوکس تفریحي بېړۍ د روان کال له جولای څخه د اکټوبر تر نیمایي پورې د دغه هېواد د ونسان ساحل ته نږدې څو ځله لیدل شوې ده.

د راپورونو له مخې، دغه بېړۍ له څو میاشتو راهیسې د ترمیم او ساتنې په یوه مرکز کې ولاړه وه، خو د جولای په لومړیو کې د شمالي کوریا ختیځ ساحل ته، د کالما ټاپووزمې سیمې ته لېږدول شوې ده.

دا سیمه د ونسان ساحلي تفریحي ښار ته نږدې موقعیت لري؛ هلته یوه پراخه ویلا شته چې کیم جونګ اون له خپلې کورنۍ سره ترې ګټه اخلي.

په راپور کې راغلي، یوازې دغه بېړۍ نه ده چې ځای یې بدل کړی، بلکې د سپوږمکۍ په انځورونو کې د کیم جونګ اون د ویلا شاوخوا څو نورې لویې بېړۍ هم په بېلابېلو وختونو کې لیدل شوې دي.

اړوند خبرونه