د ایران سپاه پاسدارانو د هرمز تنګي په فضا کې د امریکا د «MQ-9» ډوله ۵۴مې بېپیلوټه الوتکې د نسکورولو ادعا کړې ده.
ایسنا خبري اژانس د سپاه پاسدارانو په حواله ویلي چې دغه امریکايي ډرون نن سهار د سپاه د هوایي ځواک له لوري د هرمز تنګي په فضا کې په نښه او له منځه وړل شوی دی.
د سپاه پاسدارانو په اعلامیه کې ویل شوي چې دا د امریکا ۵۴مه «MQ-9» بېپیلوټه الوتکه ده چې په دغه ډول عملیاتو کې په نښه کېږي.
د ویلو ده چې د دې ادعا په تړاو امریکا تر اوسه څه نه دې ویلي.

