ډېر لوستل شوي

ایران سره د سوداګریزو لارو له تړل کېدو ورورسته؛ پاکستان کې د ګازو بیې لوړې شوې

په پاکستان کې د مایع ګازو د یوه کیلوګرام بیه په تېره یوه اوونۍ کې ۱۰۰ پاکستانۍ کلدارې لوړه شوې ده.

د ګازو سوداګر وايي، له ۴۵۰۰ ټنو څخه ډېر مایع ګاز پر لېږدوونکو لاریو بار د ایران په خاوره کې بند پاتې دي.

د مایع ګازو د بازارموندنې ټولنې مرستیال مشر محمد علي حیدر رسنیو ته ویلي چې د سوداګریزو لارو تړل کېدو او د وارداتو په تګلاره کې بدلونونو د ګازو پر وارداتو او بازار ته پر رسولو منفي اغېز کړی دی.

د نوموړي په وینا، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د اکتوبر په ۱۶مه له ایران سره د سوداګرۍ په برخه کې پخوانۍ اسانتیاوې بېرته لغوه کړې چې ورپسې له ایران سره پر مهمو سرحدي لارو سوداګري ودرول شوه.

د ګازو سوداګر خبرداری ورکوي چې که سرحدي لارې ژر بېرته خلاصې نه شي او د وارداتو بهیر عادي حالت ته راونه ګرځي، د مایع ګازو بیې به نورې هم لوړې شي.

دوی د ژمي په رارسېدو سره د ګازو د تقاضا د زیاتېدو او په بازار کې د احتمالي کمښت په اړه اندېښنه لري.

اړوند خبرونه