د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي چې په تېرو څو کلونو کې ګڼ شمېر پاکستاني دولتي چارواکي کاناډا، امریکا او بریټانیا ته کډه شوي او هلته یې دایمي استوګنه غوره کړې ده.
اصف پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، دغو چارواکو د دولتي دندو پر مهال له هېواده د وتلو او بهر مېشتېدو لپاره چمتووالی نیولی و چې دې چارې د هغوی پر ملي ژمنتیا پوښتنې راپورته کړې دي.
دا په داسې مهال ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان ناامني تر اسلاماباده رسېدلې او دا وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په لوري روان ښکاري.

