ډېر لوستل شوي

د سعودي عربستان او یمن پر پوله دوه پاکستاني سرتېري وژل شوي

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د سعودي عربستان او یمن ترمنځ په سرحدي سیمه کې د یمن د پوځ د سرحدي ځواکونو په یوه کمین کې څلور د سعودي او دوه پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

ایرنا خبري اژانس د «الخبر الیمني» خبري وېب‌پاڼې په حواله راپور ورکړی چې دا پېښه د سعودي عربستان په سوېل کې د ضماد ولسوالۍ د وادي المفتاح په سیمه کې شوې ده.

د راپور له مخې، په دغه کمین کې د سعودي عربستان د سرحدي ځواکونو د سواري یو موټر او یوه هایلوکس په نښه شوي چې له امله یې شپږ سرتېري وژل شوي دي.

راپور زیاتوي چې دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د یمن او سعودي عربستان ترمنځ د پولې په اوږدو کې نښتې روانې دي او په سرحدي سیمو کې پر مېشتو ځواکونو وخت ناوخت بریدونه کېږي.

تر اوسه د دغې پېښې په اړه د سعودي عربستان، پاکستان او یمن چارواکو څه نه دي ویلي.

اړوند خبرونه