د قطر د لومړي وزیر مرستیال سعود بن عبدالرحمن آل ثاني ویلي، دوحې له وروستیو بریدونو سره سره، له ایران سره خپلې اړیکې په بېلابېلو کچو ساتلې دي او د سیمهییزو هېوادونو ترمنځ یې د خبرو اترو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
نوموړي د خلیج د همکارۍ شورا د غړو هېوادونو، پاکستان او ترکیې ترمنځ د خبرو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې نږدې اقتصادي اړیکې کولای شي د نویو جګړو د مخنیوي لپاره مهم رول ولوبوي.
آل ثاني د فرانسې او جرمني ترمنځ د «ایربس» ګډه همکاري د اقتصادي تړاو یوه بېلګه بللې چې د نوموړي په باور، د هېوادونو ترمنځ ګډې اقتصادي ګټې د شخړو د رامنځته کېدو احتمال کمولای شي.
نوموړي همداراز د هرمز په تنګي کې د بېړیو پر تګ راتګ د مالیې یا باج اخیستلو مخالفت کړی او خبرداری یې ورکړی، چې د سمندري تګ راتګ په اړه ناڅرګندتیا به د لېږد لګښتونه او په پایله کې د مصرفوونکو مصارف لوړ کړي.

