ډېر لوستل شوي

ایران: د امریکا له خوا د باور جوړونې تر اقداماتو مخکې خبرې نه کوو

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي ویلي، تر هغه چې امریکا د باور جوړونې لپاره عملي اقدامات نه وي کړي، تهران به له واشنګټن سره خبرو ته چمتو نه شي.

نوموړي د پاکستان د پوځ له قوماندان عاصم منیر سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې د ایران غني شوې اټومي مادې به ان یوه ذره هم له دغه هېواده بهر ونه لېږدول شي.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې پاکستان هڅه کوي د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیلولو لپاره زمینه برابره کړي.

بل‌خوا، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ویلي چې د ایران او پاکستان ترمنځ پولې به د چهارشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۱مه، له سهار څخه په رسمي ډول بېرته پرانیستل شي.

اړوند خبرونه