ډېر لوستل شوي

تهران ته د عاصم منیر سفر بې له څرګندې لاسته راوړنې پای ته ورسېد

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر تهران ته د خپل سفر پر مهال د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو د بیا پیلولو لپاره د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.

د ایران خبري اژانس «ایرنا» د عاصم منیر د سفر د پای ته رسېدو خبر ورکړی، خو د دغه سفر د پایلو او لاسته راوړنو په اړه یې جزئیات نه دي خپاره کړي.

د راپورونو له مخې، عاصم منیر د خپل سفر پر مهال د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي. نوموړی تهران ته د دې لپاره تللی و، چې د ایران او امریکا ترمنځ د سولې خبرو د بیا پیلولو زمینه برابره کړي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له عاصم منیر سره په لیدنه کې ویلي وو، چې که ایران له امریکا سره مذاکرات پیل کړي، واشنګټن به یو ځل بیا پر دغه هېواد برید وکړي.

پاکستان تر اوسه د عاصم منیر د سفر د پایلو په اړه د خپرو شویو راپورونو په تړاو کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

اړوند خبرونه