د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، هېواد یې د حوثيانو او سعودي عربستان ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د منځګړیتوب وړاندیز کړی، خو تر اوسه یې له دواړو لوريو په دې اړه ځواب نه دی ترلاسه کړی.
عراقچي خبرداری ورکړی چې که مصر هم په جګړه کې ښکېل شي، نو دا به وضعیت لا پسې پېچلی کړي.
دا په داسې مهال ده چې د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ د نښتو په دوام، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي تېره شبنه ویلي چې حکومت به یې د خپل متحد سعودي عربستان د دفاع لپاره هر اقدام وکړي.

