د عراق لومړي وزیر، علي الزیدي له ایران سره د شیب سرحدي دروازې د نامعلومې مودې لپاره د تړلو امر کړی دی.
الجزيرې د ياد هېواد د حکومتي چارواکي په حواله راپور ورکړی، تمه ده چې په راتلونکو ورځو کې له ایران سره څو نورې سرحدي دروازې هم په تدریجي ډول وتړل شي.
په دې راپور کې تر اوسه د دې پرېکړې د لامل په اړه رسمي وضاحت نه دی ورکړل شوی.
عراق او ایران د سوداګرۍ او تګــراتګ لپاره څو سرحدي دروازې لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو په لېږد او اقتصادي اړیکو کې مهم رول لري.

