ډېر لوستل شوي

افغانستان نن د درې‌اړخیزو سیالیو په پایلوبه کې له زیمبابوې سره مخ کېږي

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن د درې‌اړخیزو سیالیو په پایلوبه کې له زیمبابوې سره مخامخ کېږي.

ټاکل شوې چې دا لوبه د کابل پر وخت د مازدیګر په ۴:۰۰ بجو، په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

په دغو درې‌اړخیزو سیالیو کې د افغانستان، بنګله‌دېش او زیمبابوې لوبډلې ګډون لري او د سیالیو کوربه‌توب افغانستان کوي.

افغان ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې په خپلو دوو وروستیو لوبو کې د بنګله‌دېش او زیمبابوې لوبډلو ته ماتې ورکړې ده او اوس به په پایلوبه کې یو ځل بیا د زیمبابوې پر وړاندې د بریا هڅه وکړي.

اړوند خبرونه