ډېر لوستل شوي

بریټانیا د سعودي د ښارونو او مهمو بنسټونو د ساتنې لپاره جنګي الوتکې لېږي

د بریټانیا دفاع وزارت خبر ورکړی چې د دغه هېواد د شاهي هوايي ځواک «ټایفون» جنګي الوتکې به د سعودي عربستان د ښارونو او مهمو بنسټونو د ساتنې لپاره دفاعي ماموریت ترسره کړي.

د یاد وزارت په وینا، دغه ماموریت د یمن د حوثیانو د احتمالي بریدونو پر وړاندې د سعودي عربستان د امنیت او مهمو تاسیساتو د خوندي کولو په موخه ترسره کېږي. دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې د سیمې د امنیت او د مهمو زیربناوو د ساتنې په اړه اندېښنې دوام لري.

اړوند خبرونه