ډېر لوستل شوي

«د ټرمپ د دویمې واکمنۍ په لومړیو ۱۸ میاشتو کې نږدې يو ميليون کډوال له امریکا ایستل شوي»

امریکا د کډوالۍ پالیسۍ انسټیټیوټ په خپل تازه راپور کې ویلي چې د دغه هېواد د کورني امنیت وزارت د ډونلډ ټرمپ د دویمې واکمنۍ په لومړیو ۱۸ میاشتو کې ۹۸۰ زره کډوال له امریکا ایستلي دي.

په راپور کې راغلي چې له دغې ډلې یوازې ۲۰ سلنې کډوالو جرمي مخینه لرله او پاتې ۸۰ سلنې یې جرمي مخینه نه درلوده.

ټرمپ ويلي، دا کار يې د امريکا د کورني امنيت د لا ټينګښټ په موخه کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت درې ورځې وړاندې د فلسطین په ملاتړ د لاریون‌کوونکو په ګډون، د څه باندې ۳۰۰ زره کسانو ویزې لغوه کړې وي.

اړوند خبرونه