د سعودي عربستان ملکي دفاع سازمان نن، د جمعې په سهار د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغه هېواد د پلازمېنې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی څو خوندي ځایونو ته پناه يوسي او له هغو ځانونو لرې واوسي چې د بريد تر ګواښ لاندې دي. ځینو رسنیو په پلازمېنه ریاض کې د چاودنې د غږ د اورېدو خبر ورکړی، خو تر اوسه د رسمي سرچینو له لوري په دې اړه کوم جزیيات نه دي خپاره شوي.

