د ترکمنستان–افغانستان–پاکستان د برېښنايي پروژو د ادارې مشر مراد آرتیکوف وايي، د کرکي–کابل د برېښنا لېږد مزي په بشپړېدو سره به افغانستان ته د ۸۰۰ مېګاواټه برېښنا د لېږد امکان برابر شي.
نوموړي د ترکمنستان «د نفت او ګاز په ۲۰۲۶ نړیوال کنفرانس کې» ویلي چې د شبرغان–دشتالوان برخې چارې به په راتلونکو میاشتو کې بشپړې شي او د دشتالوان–ارغندي برخه به د ۲۰۲۷ کال په جون میاشت کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یادې پروژې موخه افغانستان ته د ترکمنستان د برېښنا صادراتو زیاتول او د کابل د برېښنا اړتیاوو پوره کولو ته زمینه برابرول ښودل شوي دي.

