د چین له شاندونګ ولایت څخه د افغانستان د بلخ حیرتان بندر ته لومړی ځانګړی باروړونکی اورګاډی روان شوی دی.
د چيني رسنۍ «شین هوانګه» د راپور له مخې، دا اورګاډی د شاوخوا اته میلیونه چيني «یوانو» په ارزښت سوداګریز توکي لېږدوي او تمه ده چې شاوخوا ۲۰ ورځې وروسته حیرتانو ته ورسېږي.
په راپور کې راغلي چې په دې جوپه کې ټوکر، کیمیاوي خام مواد او ودانيز وسایل شامل دي چې د چین د لېني ښار تولیدات دي.
اورګاډی به د قزاقستان او اوزبيکستان له لارې تېر شي او د ترمذ له سرحدي لارې به افغانستان ته دننه شي.

