ډېر لوستل شوي

د کابل په «قلعه خاطر» سیمه کې د یو فرعي سړک جوړولو چارې پیل شوې دي

کابل ښاروالۍ خبر ورکړی چې د لسمې ناحیې د ۱۱م او ۱۳م ګذر اړوند په «قلعه خاطر» سیمه کې د ۷۲۰ مترو په اوږدوالي، ۵ او ۷ مترو په سور سره د یو فرعي سړک جوړولو چارې پیل شوې دي. 

د دې ادارې په اېکس‌پاڼه لیکل شوي، دا پروژه د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته پلې کېږي، چې د لښتیو جوړول هم پکې شامل دي.

د خبرپاڼې له مخې چې د دې پروژې چارې به راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي.

کابل ښاروالۍ همداراز لیکلي چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به چاپېریالي او ټولنیز وضعیت ښه او د ښاریانو تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.

اړوند خبرونه