ډېر لوستل شوي

افغان استازي د ایکاو د ۲۰۲۶ کال د امنیت اوونۍ په غونډه کې ګډون کړی

د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په استازیتوب، د هوايي چلند د پلټنو آمر احمد شاکر رسولي د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د ملکي هوايي چلند د نړیوال سازمان (ایکاو) د ۲۰۲۶ کال د امنیت اوونۍ په غونډه کې ګډون کړی دی.

د یاد وزارت وايي، په دې غونډه کې د هوايي چلند د امنیت، نړیوالو همکاریو، د تجربو د شریکولو او د نړیوالو امنیتي معیارونو د پلي کېدو په اړه بحثونه کېږي.

د افغانستان ګډون په دې غونډه کې د هوايي چلند د امنیتي څارنې د پیاوړتیا، له نړیوالو سره د همکاریو د پراختیا او د نړیوالو معیارونو د پلي کېدو په برخه کې د دغه هېواد د ژمنتیا څرګندونه کوي.

اړوند خبرونه