ډېر لوستل شوي

تایوان کې د سخت توپان له امله یو کس مړ او تر ۵۰۰ ډېر ټپیان شوي

رويټرز راپور ورکړی چې تايوان کې نن د سخت توپان له امله يو کس مړ او تر ۵۰۰ ډېر نور ټپيان شوي دي.

د راپور له مخې، دې توپان په تایوان کې ونې نړولې او د برېښنا بهیر یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

د تایوان د مرکزي هواپېژندنې ادارې په وینا: “چامپي چې په یوه پړاو کې د سوپر توپان کچې ته رسېدلی و او سږ کال د ارام سمندر له پیاوړو توپانونو څخه ګڼل کېده، اوس د کمزوري کېدو په حال کې دی، خو د مرکز شاوخوا یې د بادونو سرعت لا هم په ساعت کې شاوخوا ۱۲۶ کیلومترو ته رسېږي.”

په راپور کې راغلي، توپان د چین د ساحلي سیمو پر لور شمال خوا ته روان شوی دی.

اړوند خبرونه