د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي خبر ورکړی چې د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان به د روانې اوونۍ په لړ کې مسکو ته سفر وکړي او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره به د دوهاړخیزو اړیکو او مهمو سیمهییزو او نړیوالو مسایلو په اړه خبرې وکړي.
دا سفر پر ایران د امریکا د احتمالي بیاځلي بریدونو په اړه د پرلهپسې خبرداریو پر مهال ترسره کېږي چې تهران او مسکو د خپلو سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراختیا او د ستراتیژیکو اړیکو د پیاوړتیا هڅې کوي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، عراقچي د جمعې په شپه په خپل انسټاګرام کې لیکلي چې تېره اوونۍ یې په تهران کې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره د دواړو هېوادونو د اړیکو د وروستیو پرمختګونو او مهمو سیمهییزو او نړیوالو موضوعاتو په اړه تفصیلي خبرې کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې د سیاسي او اقتصادي همکاریو پراختیا، د ګډو هوکړو عملي کول او د ایران او روسیې ترمنځ د هراړخیز ستراتیژیک شراکت پیاوړتیا د دغو خبرو اترو مهم محورونه وو.

