ډېر لوستل شوي

د مېلانیا ټرمپ په منځګړیتوب د روسیې او اوکراین ترمنځ په اولشکي ښارګوټي کې پر لنډمهالي اوربند هوکړه شوې

روسیې او اوکراین د امریکا د لومړۍ مېرمنې مېلانیا ټرمپ په منځګړیتوب د روسیې تر ولکې لاندې د اولشکي ښارګوټي لپاره پر لنډمهالي اوربند هوکړه کړې چې ټاکل شوې د اکتوبر پر ۲۷مه پلی شي او له مخې به یې د ملکي وګړو د ژغورنې او بشري مرستو رسولو ته زمینه برابره شي.

د راپورونو له مخې، د اوربند له پیل سره به په سیمه کې ډزې ودرول شي، سړکونه به له ماینونو پاک شي، خلکو ته به خواړه او روغتیايي مرستې ورسول شي او ملکي وګړي به خوندي سیمو ته ولېږدول شي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي هم ویلي چې د مسکو، کـې‌یف او واشنګټن استازي به د نومبر میاشتې په لومړۍ نیمایي کې په ابوظبۍ کې د سولې پر تخنیکي لارو چارو خبرې وکړي.

اولشکي ښارګوټی چې د ۲۰۲۲ کال له فبرورۍ راهیسې د روسیې تر کنټرول لاندې دی، پخوا شاوخوا ۲۴ زره نفوس درلود، خو اوس پکې یوازې له ۱۷۰۰ تر ۲ زرو پورې زاړه کسان پاتې دي، چې بېړنیو خوراکي توکو او روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.

اړوند خبرونه