ډېر لوستل شوي

هرمز تنګي کې دوو تېل‌وړونکو ټانکرونو اور اخیستی

د هرمز تنګي په سوېلي برخه کې دوه ستر تېل‌وړونکي ټانکرونه له سمندري ماین سره تر لګېدو وروسته چاودېدلي او اور یې اخیستی دی.

تسنیم خبري اژانس د ایران د سپاه پاسدارانو د سمندري ځواکونو په حواله راپور ورکړی چې دغو دوو ټانکرونو له ۴.۵ میلیونه بېرلو څخه ډېر خام تېل لېږدول او د پېښې له رامنځته کېدو وروسته یې عملې بېړۍ پرېښې دي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په دې وروستیو کې په هرمز تنګي کې پر تېل‌وړونکو ټانکرونو او سوداګریزو بېړیو د ایران د بریدونو راپورونه زيات شوي دي. د دغو پېښو له امله د انرژۍ د نړیوال بازار د وضعیت او د تېلو د بیو د لوړېدو په اړه اندېښنې هم زیاتې شوې دي.

اړوند خبرونه