ډېر لوستل شوي

کازاخستان او المان د افغانستان له لارې پاکستان ته د وسپنې پټلۍ پر جوړولو خبرې کړې دي

د کازاخستان او المان چارواکو د صنعتي همکاریو پر پراختیا، د پانګونې د جذب او د نويو ټرانسپورټي لارو د رامنځته کولو په اړه خبرې کړې چې پکې د افغانستان له لارې پاکستان ته د وسپنې پټلۍ د غځولو پروژه هم شامله ده.

د کازاخستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د همدې هېواد لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر، سریک ژومانګارین او په دغه هېواد کې د المان سفیرې، هایکه پایچ په دې لیدنه کې د کازاخستان له لوري د ټرانسپورټي لارو پر تنوع او د سیمې له هېوادونو سره د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

کازاخستان غواړي د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره بدیلې لارې رامنځته کړي، څو سیمه‌ییز اتصال پراخ او سوداګریزې اړیکې پیاوړې شي.

د راپور له مخې، د افغانستان له لارې پاکستان ته د وسپنې پټلۍ د جوړولو پروژه هم د بحث یوه مهمه موضوع وه. کازاخستان، اوزبیکستان او متحده عربي اماراتو تر دې وړاندې د دغې پروژې په تړاو یو تفاهم‌لیک هم لاسلیک کړی دی.

د دې پروژې عملي کېدل کولای شي افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د ټرانزیټ په یوه مهم دهلېز بدل کړي، د سیمې د هېوادونو ترمنځ سوداګري اسانه کړي او د توکو د لېږد لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.

اړوند خبرونه