ډېر لوستل شوي

اوباما: له ایران سره د ټرمپ جګړې د واشنګټن موقف کمزوری کړی

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما له ایران سره د ډونالډ ټرمپ جګړه غیرضروري بللې او ویلي یې دي چې دې جګړې د خپلو موخو پر ځای د ایران ستراتیژیک موقف پیاوړی کړی دی.

اوباما په میشیګان کې یوې ټاکنیزې غونډې ته ویلي چې د امریکا اوسني ولسمشر داسې جګړه پیل کړې چې نه چا غوښتله او نه هم خلکو ورته رایه ورکړې وه.

نوموړي زیاته کړې چې د ده د ولسمشرۍ پر مهال د ایران اټومي هوکړې (برجام) د پوځي اقدام او د توغندیو له توغولو پرته د تهران اټومي پروګرام محدود کړی و.

د اوباما په وینا، د جګړې په ترڅ کې امریکايي اډې او متحدین د بریدونو هدف ګرځېدلي، امریکايي ځواکونه وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي؛ هغه ادعا کړې چې د واشنګټن د توغندیو زېرمې هم تر خطرناکې کچې کمې شوې دي.

اړوند خبرونه