رویټرز راپور ورکړی چې د نایجیریا په شمالختیځ تارابا ایالت کې د وسلهوالو په برید کې لږترلږه ۴۰ کسان وژل شوي دي.
برید د جمعې په ورځ شوی او بریدګرو تر وژنو وروسته له سیمهییزو هټیو خوراکي توکي هم لوټ کړي دي.
که څه هم پولیسو په لومړیو کې د ۱۰ کسانو وژل کېدل تایید کړي وو، خو د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې د شنبې په ورځ د نورو جسدونو له موندلو وروسته د وژل شویو شمېر لږترلږه ۴۰ تنو ته لوړ شوی دی.

