د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې واشنګټن پر ایران د احتمالي پوځي برید په اړه غور کوي او ښايي دغه برید سبا ترسره شي.
ټرمپ زیاته کړې چې امریکا ښايي له ایران سره یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي، خو نوموړي څرګنده کړې چې ډاډه نه دی تهران به له وړاندیز شوې هوکړې سره موافقه وکړي او که نه.
د امریکا ولسمشر ټینګار کړی چې واشنګټن به په هر حالت کې ځان بریالی وبولي؛ که له ایران سره هوکړه وشي او که پوځي اقداماتو ته دوام ورکړل شي.
د ټرمپ دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما له ایران سره د ډونالډ ټرمپ جګړه غیرضروري بللې او ویلي یې دي چې دې جګړې د خپلو موخو پر ځای د ایران ستراتیژیک موقف پیاوړی کړی دی.

