د یمن حوثيانو ادعا کړې چې د شنبې په ورځ یې د سعودي عربستان پر تېلو تاسیساتو، هوايي اډو او نړیوالو هوايي ډګرونو پراخ بریدونه کړي دي، خو د سعودي په مشرۍ پوځي اېتلاف ویلي چې دوه بالستیک توغندي یې شنډ کړي دي.
د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع ویلي چې په دغو بریدونو کې په ریاض کې د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر، په ینبع کې د ارامکو تاسیسات، د رابغ د تېلو چاڼځای او د نفتو د ختیځ ـ لوېدیځ پایپلاین په نښه شوي دي.
نوموړي زیاته کړې چې په دمام کې د ملک فهد هوايي ډګر، د نجران هوايي ډګر او په خمیسمشیط کې یوه پوځي اډه هم د بریدونو هدف ګرځېدلي دي.
بلخوا، د سعودي په مشرۍ اېتلاف ویلي چې د ینبع او طایف پر لور یې دوه بالستیک توغندي شنډ کړي او پاتې شوني یې په مکه، مدینه، جده او رابغ کې غورځېدلي دي.
حوثیانو د مکې او مدینې د ویشتلو ادعا رد کړې او ټینګار یې کړی چې بریدونه یې یوازې د تېلو او پوځي مرکزونو پر ضد ترسره کړي دي.

