ډېر لوستل شوي

بلوچستان او د ایران په سیستان کې د کوکنارو کرکیله زياته شوې

د تحليلي راپور له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې د اسلامي امارت له لوري پر کوکنارو د کرکیلې له بندیز وروسته، په بلوچستان او د ایران په سیستان او بلوچستان کې د کوکنارو کرکیله پراخه شوې ده.

ایروشیا ریویو ورځپاڼې په یوه تحلیلي راپور کې لیکلي، په بلوچستان کې پر څه باندې ۹ زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي.

راپور د نشه‌یي توکو د نړیوالو کارپوهانو له قوله زیاتوي چې دغه سیمې د تریاکو د تولید پر مهم نړیوال مرکز بدلې شوې دي.

دا په داسې مهال ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته د نشه‌يي توکو پر کرکيله بنديز ولګېد او د نړيوالو راپورنو له مخې، اوس په دې هېواد کې د نشه‌يي توکو کرکيله نږدې صفر ته راټيټه شوې ده.

اړوند خبرونه