ډېر لوستل شوي

تهران ته د قطري پلاوي سفر؛ د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو پر سر اختلافات دوام لري

قطري رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد یوه پلاوي د یکشنبې په ورځ تهران ته سفر کړی، خو د سفر د موخو او اجنډا په اړه یې تر اوسه رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي.

د راپورونو له مخې، دغه سفر د تهران او دوحې ترمنځ د روانو اړیکو په چوکاټ کې ترسره شوی، خو دواړو لوریو لا تر اوسه په رسمي ډول د دې سفر پخلی نه دی کړی.

دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو پر شرایطو اختلافات دوام لري.

د ایران د پارلمان د مشر ویاند، عباس ګودرزي، ویلي چې تر هغو به له امریکا سره مذاکرات بې‌مانا وي، څو واشنګټن د تهران شرایط نه وي منلي.

اړوند خبرونه