ډېر لوستل شوي

کینیا کې خونړۍ ټرافيکي پېښه؛ لږ تر لږه ۲۴ کسان پکې مړه شوي

د کینیا پولیسو خبر ورکړی چې د دې هېواد په سوېل ختیځ کې د بس او لارۍ د ټکر له امله لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه شوي دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، پېښه تېره ورځ سهار شاوخوا ۷:۴۵ د کانګا په سیمه کې، د مټیتو اندې ښارګوټي ته نږدې شوې ده.

راپور زیاتوي چې په بس کې هغه کسان سپاره وو چې د یوه مړي د جنازې مراسمو ته روان وو.

اړوند خبرونه