ډېر لوستل شوي

د ایران ولسمشر مسکو ته رسېدلی

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د روسیې پلازمېنې مسکو ته رسېدلی دی.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، پزشکیان به د ګاز صادرونکو هېوادونو د فورم د مشرانو په اتمه غونډه کې ګډون وکړي او د خپل سفر په ترڅ کې به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم وګوري.

ټاکل شوې چې د دواړو ولسمشرانو په لیدنه کې د ایران او روسیې پر دوه‌اړخیزو اړیکو او د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې وشي، خو د لیدنې د اجنډا په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

اړوند خبرونه