اوکرایني چارواکي وايي، د روسیې د توغندیزو، بېپیلوټه الوتکو او توپچي بریدونو له امله د اوکراین په خارکېیف ښار او دنیپروپتروفسک ولایت کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې، د درېیو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د دوشنبې په ورځ، د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د خارکېیف په ښار کې دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د خارکېیف ښاروال ایهور تېرېخوف ویلي، روسي ځواکونو د دغه ښار پر یوې سیمې درې بریدونه کړي دي چې له امله یې یوه څوپوړیزه استوګنیزه ودانۍ او یو شمېر شخصي کورونه زیانمن شوي دي.

