ډېر لوستل شوي

څلور اړخېزه غونډه؛ ایران وايي د سیمې امنیت باید د سیمه‌ییزو هېوادونو له خوا تامین شي

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضایي وايي، د لوېدیځې اسیا امنیت او ثبات باید د سیمې د هېوادونو له خوا تامین شي او د بهرنیو لاسوهنو مخه ونیول شي.

رضایي دا څرګندونې د ایران، پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان ترمنځ د سیمه‌ییز امنیت او ثبات په اړه د څلور اړخیزې غونډې له پای ته رسېدو وروسته کړې دي.

ایراني رسنیو د رضایي له قوله راپور ورکړی چې د دغو څلورو هېوادونو چارواکي په دې باور دي چې د سیمې د ستونزو حل په ګډې همکارۍ او همغږۍ کې دی.

نوموړي زیاته کړې چې په دې غونډه کې د لبنان له سوېل، د سوریې له جنوب، غزې او د اردن سیند له لوېدیځې غاړې څخه د اسراییلو پر وتلو او د بریدونو پر درولو هم ټینګار شوی دی.

اړوند خبرونه