د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په مسکو کې د ګاز صادرونکو هېوادونو د سرمشریزې په څنډه کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د منځني ختیځ پر روان وضعیت، د سیمهییزو کړکېچونو د کمولو او د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
پوتین د سیمې د کړکېچونو د کمولو پر اړتیا ټینګار او له ایران سره یې د ګډو همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.
پزشکیان د امریکا پر سیاستونو نیوکه کړې او هغه یې د نړیوالې انرژۍ د بازار د بېثباتۍ له عواملو بللې. نوموړي همداراز د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره هم کتلي او د سیمهییزو بدلونونو، د هرمز تنګي د وضعیت او د انرژۍ د تأمین په اړه یې خبرې کړې دي.
دا لیدنې په داسې حال کې ترسره کېږي چې د منځني ختیځ روان کړکېچونه د انرژۍ نړیوال بازار او سیمهییز امنیت له مهمو ننګونو سره مخ کړي دي.

