د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایران سره روانه جګړه هر وخت چې وغواړي، پای ته یې رسولای شي؛ خو د نوموړي په وینا، تهران باید په څرګنده ژمنه وکړي چې هېڅکله به اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.
ټرمپ د ټکساس ایالت په یوه انتخاباتي غونډه کې ویلي چې جګړه ښايي «ډېره ژر» پای ته ورسېږي، خو د ده په وینا، جګړه باید په سمه توګه پای ته ورسېږي.
هغه ټینګار کړی چې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره باید ایران په څرګنده توګه اعلان وکړي چې اټومي وسلې به نه ترلاسه کوي.
ټرمپ تر دې وړاندې هم له ایران سره د جګړې د ژر پای ته رسېدو په اړه ورته څرګندونې کړې وې؛ خو د جګړې د پای ته رسېدو لپاره یې په دې تازه څرګندونو کې د ایران د اټومي وسلو د نه ترلاسه کولو ژمنه مهم شرط بللی دی.

